Responsibilities and particular assignmentsمسؤلیت ها و وظایف مشخص
مريض ته دلمړنيوصحي خدماتوترسره کول اودهدف وړخلکوته دمشخص واکسین تطبیق کول.
1. ټولوناروغانوته لازم صحی تعلیمات ورکول.
2. دټولواړونده دواګانو، واکسینونو اونورواړونده وسایلو منظمه ساتنه دخپلوخاصوشرايطولاندي.
3. دضرورت وړواکسینونواونورواجناسولست برابرول اوپه وخت يي شريکول خپلي اړونده مرجع سره.
4. په ټولواړونده ټرايننګونوکي برخه اخستنه.
5. دټولو واقعاتوراجسترکول اوريکارډساتل.
6. دغوښتني په صورت کي په ميټينګونوکي ګډون کول.
7. د دوایی اسناد منظم ساتل.
8. استاک کاردونه منظم ډول سره ډکول.
9. د هغه ناروغانو چی پانسمان ته ضرورت درلود د هغوی پانسمان کول.
10. ناروغاونو ته د نسخی مطابق دوا توزیح او هم ورته معلومات ورکول
11. ټولی نسحو ساتل اوذخیره کول
12. د دوا د استاک کاردونو آپډیت کول هره ورځ
13. د پانسمان د ټولو وسایلو تعقیم او منظم ساتل.
14. ټولو هغو میندو او ماشومانو ته د واکسینونو تطبیق کول چی عمر یی برابر وی.
15. هیڅ یو ماشوم او مور چی عمر یی واکسین ته برابر وی باید د واکسین څخه پاتی نشی او هغوی د واکسین ګټی بیان او معلومات ورکړل شی چی تر څو واکسین څخه پاتی نشی
16. د هر قسم مشکلاتو په اړه د داکتر د کلینیک سره مشوره او خپل سوپروایزر ته سره یی شریکول.
Objective 1:
Activities/Main duties:
دوظیفی دلایحی له مخی په خپل وخت خپلی وظیفی ته حاضریدل.
د ضرورت وړدټولو اړونده اسنادوبرابرول لکه: تالی شیټ، راجستر، دریفراسناد واکسین کارډونه، دپانسمان وسایل اوداسی نور.
ټولو اړونده شیانو کتل اوکمبودات یی برابرول.
د میاشتینی ، هفته وار او ورځنی پلانونوله مخی د کارړنو مخ ته وړل.
Objective 2:
Activities/Main duties:
به کلینیک کی د ډاکتر دهدایت مطابق سره ناروغا نو ته کار کول.
د نوموړو ناروغانو په خپل اړونده راجسترکی دټولو لازمه معلوماتوسره راجسترکول.
ناروغانوته د اړونده ستونزی په هکله لازمه لارښوونه کول اوهمدارنګه د ضرورت له مخی د بیا ځلی راتګ په هکله سپارښتنه.
Objective 3:
Activities/Main duties
د هدف وړ میندواو ماشومانو ته د مشخصوواکسینونوتطبیق کول.
میندو اوماشومانو ته دواکسینونو په هکله لازمه پوهاوی ورکول.
د تطبیق شوی واکسین د اړخیزواغیزوپه هکله میندوته لازمه لارښوونه کول.
د بیاځلی راتګ دنیټی په هکله میندوته لازمه لارښوونه کول.
دواکسین شوو میندواوماشومانو راجسترکول او هغوی ته دواکسین کارډ جوړول.
کلینیک ته دراتلونکوټولوهدف وړاشخاصو څخه دواکسین د کارډ پوښتنه کول.
دداکتر په نه موجودیت کی د ناروغانو کتل.
نسخه د ضروزت مطابق لیکل
د دوا استعال د رهنمود مطابق
مریضانو ته د هغوی د دوا په صحیح شکل سره ښودل
د دوا د دوځ واضح لیکل
د نوسخی واضح لیکل
د فارمسی منظم کول او هر وخت یی آپدیت ساتل
هر دوا ته منظم استاک کارد اچول او هره ورځ آپدیت کول
Objective 4:
Activities/Main duties
مريض او اړونده خلکو ته دصحي پيغامونو رسول
د واکسینو په مشخصه درجه کی ساتل ددی لپاره دواکسینوددرجی وخت په وخت کتل.
دهری ستونزی په صورت کی دخپل ډایرکټر اویا مربوطه سوپروایزرسره تماس نیول اودهغه خبرول.
Objective 5:
Activities/Main duties
د تعقيم کيدونکو وسايلو تعقيم کول وروسته د هر ځل استعمال څخه.
داوتوکلاف منظم استعمال اووخت په وخت یی پاکول.
دټولواړونده اسنادو منظم ساتل.
د دوا د استاک کارډونو درست ډول سره ساتل او اپدیت کول.
د کلینیک د آمر په لارښوونه کار کول او د هغی آمر منل تر څو چی کارونو کی بهبود راشی.
دکارورځی: د شنبی څخه تر پنجشنبی پوری
دکارساعتونه : د سهار د اتو څخه تر ماذدیګر ۴ بجو پوری
نوټ :د ايمرجينسي واقعاتو او يا د پروگرام د ضرورت په وخت کي به دا ساعتونه زیاتیدای یا تبد يليداي هم شي چی پرسونل بايد ددي دپاره امده واوسي.